سوره‌ها

جزء

بسم الله الرحمن الرحیم

حم ۱
abdulwali حٰمٓ
عسق ۲
abdulwali عٓسٓقٓ
كذالك يوحي اليك والى الذين من قبلك الله العزيز الحكيم ۳
abdulwali (له شروع نه) هغه همداسې وحي كوي تا ته او هغو (پېغمبرانو) ته چې له تا نه مخكې وو، هغه الله چې ډېر غالب، ښه حكمت والا دى
له ما في السماوات وما في الارض ۖ وهو العلي العظيم ۴
abdulwali خاص د هغه لپاره هر هغه څه دي په اسمانونو كې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي او هم دغه (الله) ډېر اوچت، ډېر لوى دى
ﭿ
تكاد السماوات يتفطرن من فوقهن ۚ والملايكة يسبحون بحمد ربهم ويستغفرون لمن في الارض ۗ الا ان الله هو الغفور الرحيم ۵
abdulwali اسمانونه دې ته نژدې دي چې د خپل له پاسه نه وچوي او ملايك د خپل د رب ستاينې سره تسبیح وايي او د هغه چا لپاره مغفرت غواړي چې په ځمكه كې دي. خبردار شئ! بېشكه الله، هم دى ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى دى
والذين اتخذوا من دونه اولياء الله حفيظ عليهم وما انت عليهم بوكيل ۶
abdulwali او هغه كسان چې له ده نه غیر يې نور كارسازان نیولي دي، الله په دوى ښه نګران دى۔ او ته په دوى باندې هېڅ ذمه وار نه يې
وكذالك اوحينا اليك قرانا عربيا لتنذر ام القرى ومن حولها وتنذر يوم الجمع لا ريب فيه ۚ فريق في الجنة وفريق في السعير ۷
abdulwali او همداسې مونږ تا ته (دا) عربي قرآن وحي كړو، د دې لپاره چې ته ام القرىٰ (مكه) ووېروې او هغه څوك چې د دې ګېر چاپیره دي او ته (دوى) د جمع كېدلو له ورځې نه ووېروې چې هېڅ شك په كې نشته۔، یوه ډله به په جنت كې وي او بله ډله به په دوزخ كې وي
ولو شاء الله لجعلهم امة واحدة ولاكن يدخل من يشاء في رحمته ۚ والظالمون ما لهم من ولي ولا نصير ۸
abdulwali او كه الله غوښتلي وى (نو) دوى به يې خامخا یو امت ګرځولي وو او لېكن هغه په خپل رحمت كې چا ته چې وغواړي داخلوي يې۔ او ظالمان چې دي، د دوى لپاره نه هېڅ كارساز شته او نه مددګار
ام اتخذوا من دونه اولياء ۖ فالله هو الولي وهو يحيي الموتى وهو على كل شيء قدير ۹
abdulwali ایا دوى له ده (الله) نه غیر كارسازان (او دوستان) نیولي دي، نو هم دغه الله كارساز دى۔ او هم دى مړي راژوندي كوي او هم دى په هر څیز باندې ښه قادر دى
ﯿ
وما اختلفتم فيه من شيء فحكمه الى الله ۚ ذالكم الله ربي عليه توكلت واليه انيب ۱۰
abdulwali او هر هغه شى چې تاسو په هغه كې اختلاف وكړئ، نو د هغه حكم (فیصله) الله ته ده، دغه الله زما رب دى، خاص په ده باندې ما توكل كړى دى او خاص هم ده ته زه رجوع كوم
فاطر السماوات والارض ۚ جعل لكم من انفسكم ازواجا ومن الانعام ازواجا ۖ يذروكم فيه ۚ ليس كمثله شيء ۖ وهو السميع البصير ۱۱
abdulwali (دغه الله) د اسمانونو او ځمكې پیدا كوونكى دى، تاسو لپاره يې له هم ستاسو له جنس (او ځانونو) نه جوړې پیدا كړي دي۔ او له څارویو نه يې هم قسمونه (پیدا كړي دي)، هغه تاسو په دې طریقې سره خوروي۔، د هغه په مثل هېڅ شى نشته۔ او هم دغه ښه اورېدونكى، ښه لیدونكى دى
له مقاليد السماوات والارض ۖ يبسط الرزق لمن يشاء ويقدر ۚ انه بكل شيء عليم ۱۲
abdulwali خاص هم دغه (الله) لره د اسمانونو او ځمكې چابیانې دي۔، هغه چا لپاره چې وغواړي رزق فراخوي او (چا لپاره چې وغواړي) تنګوي يې۔، بېشكه هغه په هر شي باندې ښه عالم دى
ﭿ
۞ شرع لكم من الدين ما وصى به نوحا والذي اوحينا اليك وما وصينا به ابراهيم وموسى وعيسى ۖ ان اقيموا الدين ولا تتفرقوا فيه ۚ كبر على المشركين ما تدعوهم اليه ۚ الله يجتبي اليه من يشاء ويهدي اليه من ينيب ۱۳
abdulwali هغه تاسو لپاره هغه دین مقرر كړى دى چې د هغه وصیت يې نوح ته كړى و او هغه چې مونږ تا ته وحي كړى دى او هغه چې مونږ د هغه وصیت ابراهیم او موسٰى او عیسٰى ته كړى و، چې تاسو دین قايم كړئ او په ده كې مه مختلف كېږئ، په مشركانو باندې هغه شى ډېر دروند دى چې ته دوى هغه ته بلې۔، الله غوره كوي دې (دین) ته چا ته چې وغواړي او د ده په طرف هغه چا ته هدایت كوي چې رجوع كوي
وما تفرقوا الا من بعد ما جاءهم العلم بغيا بينهم ۚ ولولا كلمة سبقت من ربك الى اجل مسمى لقضي بينهم ۚ وان الذين اورثوا الكتاب من بعدهم لفي شك منه مريب ۱۴
abdulwali او دوى سره مختلف شوي نه وو مګر وروسته له هغه چې دوى ته علم راغى، په خپل مینځ كې د حسد په وجه، او كه چېرې هغه خبره نه وى چې ستا د رب له جانبه تر ټاكلې نېټې پورې ړومبى شوې ده۔ (، نو) د دوى په مینځ كې به خامخا فیصله كړى شوې وى۔ اوبېشكه هغه كسان چې له دوى نه وروسته ورته كتاب په میراث كې وركړى شوى دى، خامخا د دغه (قرآن) په هكله په اضطراب اچوونكي شك كې دي
ﯿ
فلذالك فادع ۖ واستقم كما امرت ۖ ولا تتبع اهواءهم ۖ وقل امنت بما انزل الله من كتاب ۖ وامرت لاعدل بينكم ۖ الله ربنا وربكم ۖ لنا اعمالنا ولكم اعمالكم ۖ لا حجة بيننا وبينكم ۖ الله يجمع بيننا ۖ واليه المصير ۱۵
abdulwali نو ته همدغه (توحید) ته بلنه كوه۔ او په استقامت اوسه، لكه څنګه چې تا ته حكم دركړى شوى دى او د دوى د خواهشاتو پیروي مه كوه او ته وایه: ما په هر هغه كتاب ایمان راوړى دى چې الله نازل كړى دى او ما ته حكم راكړى شوى دى چې ستاسو په مینځ كې انصاف وكړم۔، الله زمونږ رب دى او ستاسو رب دى، زمونږ لپاره زمونږ عملونه دي او تاسو لپاره ستاسو عملونه دي۔ (حق ښه واضح شو، نو زمونږ په مینځ كې او ستاسو په مينځ كې هېڅ جګړه نشته۔، الله به مونږ ټول سره راجمع كړي۔ او خاص همده ته بېرته ورتلل دي
والذين يحاجون في الله من بعد ما استجيب له حجتهم داحضة عند ربهم وعليهم غضب ولهم عذاب شديد ۱۶
abdulwali او هغه كسان چې د الله په باره كې وروسته له دې جګړې كوي چې د هغه دعوت قبول كړى شو۔، د دغو كسانو جګړه كول د دوى د رب په نېز باطل دي او په دوى غضب دى او د دوى لپاره ډېر سخت عذاب دى
الله الذي انزل الكتاب بالحق والميزان ۗ وما يدريك لعل الساعة قريب ۱۷
abdulwali الله هغه ذات دى چې كتاب يې په حقه سره نازل كړى دى او تله (ميزان) يې هم۔ او تا څه شى خبروي، ښايي چې قیامت ډېر نژدې وي
ﭿ
يستعجل بها الذين لا يومنون بها ۖ والذين امنوا مشفقون منها ويعلمون انها الحق ۗ الا ان الذين يمارون في الساعة لفي ضلال بعيد ۱۸
abdulwali دغه (قیامت) هغه كسان په تلوار سره غواړي چې په ده ایمان نه لري۔ او هغه كسان چې (په ده) يې ایمان راوړى دى، له ده نه وېرېدونكي دي۔ او دوى پوهېږي چې یقینًا دا حق دى۔، خبردار شئ! بېشكه هغه كسان چې د قیامت په باره كې جګړې (او شكونه) كوي، یقینًا په ډېرې لرې ګمراهۍ كې دي
الله لطيف بعباده يرزق من يشاء ۖ وهو القوي العزيز ۱۹
abdulwali الله په خپلو بنده ګانو ډېر مهربان دى، هغه روزي وركوي چا ته چې وغواړي، او هم دى ډېر زورور، ښه غالب دى
من كان يريد حرث الاخرة نزد له في حرثه ۖ ومن كان يريد حرث الدنيا نوته منها وما له في الاخرة من نصيب ۲۰
abdulwali هر هغه څوك چې د اخرت فصل غواړي، نو مونږ به د ده لپاره د ده په فصل كې زیاتوالى وكړو۔ او هر هغه څوك چې د دنیا فصل غواړي (نو) مونږ به ده ته له دغې (دنیا) نه څه وركړو او د ده لپاره به په اخرت كې هېڅ برخه نه وي
ام لهم شركاء شرعوا لهم من الدين ما لم ياذن به الله ۚ ولولا كلمة الفصل لقضي بينهم ۗ وان الظالمين لهم عذاب اليم ۲۱
abdulwali ایا د دوى لپاره داسې شریكان شته چې د دوى لپاره يې له دین څخه هغه لاره مقرر كړې ده چې الله د هغې اذن نه دى كړى۔ او كه چېرې د فیصلې خبره نه وى (نو) د دوى په مینځ كې به خامخا فیصله شوې وى۔ او بېشكه ظالمان چې دي، د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى
ﯿ
ترى الظالمين مشفقين مما كسبوا وهو واقع بهم ۗ والذين امنوا وعملوا الصالحات في روضات الجنات ۖ لهم ما يشاءون عند ربهم ۚ ذالك هو الفضل الكبير ۲۲
abdulwali ته به ظالمان (مشركان) وینې چې د خپل كړي عمل (له انجام) نه به وېرېدونكي وي، په دې حال كې چې هغه په دوى پرېوتونكى دى، او هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي، د جنتونو په باغېچو كې به وي۔ د دوى لپاره د خپل رب په نېز هغه څه دي چې دوى يې غواړي۔، هم دغه ډېر لوى فضل دى
ذالك الذي يبشر الله عباده الذين امنوا وعملوا الصالحات ۗ قل لا اسالكم عليه اجرا الا المودة في القربى ۗ ومن يقترف حسنة نزد له فيها حسنا ۚ ان الله غفور شكور ۲۳
abdulwali دغه دى هغه شى چې الله يې خپلو هغو بنده ګانو ته زېرى وركوي چې ایمان يې راوړى دى او نېك عملونه يې كړي دي۔، ته (دوى ته) ووایه: زه له تاسو نه په دغه (تبلیغ) باندې هېڅ اجر (مزدوري) نه غواړم، لېكن په خپلوۍ كې مینه (د خپلولۍ مينه) (غواړم) او هر هغه څوك چې نېكي وكړي مونږ به هغه ته په دغې (نېكۍ) ښايست ورزیات كړو، بېشكه اللٰه ډېر مغفرت كوونكى ډېر قدردان (شكر قبلوونكى) دى
ﭿ
ام يقولون افترى على الله كذبا ۖ فان يشا الله يختم على قلبك ۗ ويمح الله الباطل ويحق الحق بكلماته ۚ انه عليم بذات الصدور ۲۴
abdulwali ایا دوى وايي چې ده په الله باندې له ځانه دروغ تړلي دي، ۔ نو كه الله وغواړي ستا په زړه به مهر ولګوي۔ او الله باطل محوه كوي او په خپلو كلماتو سره حق ثابتوي، بېشكه هغه د سینو په خبرو ښه عالم دى
وهو الذي يقبل التوبة عن عباده ويعفو عن السييات ويعلم ما تفعلون ۲۵
abdulwali او دى همغه ذات دى چې د خپلو بنده ګانو توبه قبلوي او د بدیو معافي كوي او په هغو كارونو پوهېږي چې تاسو يې كوئ
ويستجيب الذين امنوا وعملوا الصالحات ويزيدهم من فضله ۚ والكافرون لهم عذاب شديد ۲۶
abdulwali او د هغو كسانو دعاګانې قبلوي چې ایمان يې راوړى دى اونېك عملونه يې كړي دي او له خپل فضله دوى ته زیات وركوي، او كافران (چې دي) د دوى لپاره ډېر سخت عذاب دى
۞ ولو بسط الله الرزق لعباده لبغوا في الارض ولاكن ينزل بقدر ما يشاء ۚ انه بعباده خبير بصير ۲۷
abdulwali او كه چېرې الله د خپلو بنده ګانو لپاره روزي فراخه كړي، نو دوى به په ځمكه كې خامخا سركشي وكړي۔ او لېكن هغه په یوې اندازې سره څومره چې وغواړې نازلوي يې، بېشكه هغه په خپلو بنده ګانو ښه خبردار، ښه لیدونكى دى
وهو الذي ينزل الغيث من بعد ما قنطوا وينشر رحمته ۚ وهو الولي الحميد ۲۸
abdulwali او دى همغه ذات دى چې باران وروي، وروسته له دې چې دوى نا امېده شي۔ او هغه خپل رحمت خوروي او هم دى ښه كارساز، ښه ستايل شوى دى
ومن اياته خلق السماوات والارض وما بث فيهما من دابة ۚ وهو على جمعهم اذا يشاء قدير ۲۹
abdulwali او د ده له نښو څخه د اسمانونو او ځمكې پیدا كول دي او د هغو زنده سرو (خوځندهوو پیدا كول دي) چې ده په دغو دواړو كې خواره كړي دي۔ او دغه (الله) چې كله وغواړي د دغو (څیزونو) په راجمع كولو ښه قادر دى
ﯿ
وما اصابكم من مصيبة فبما كسبت ايديكم ويعفو عن كثير ۳۰
abdulwali او تاسو ته چې څه مصیبت هم رسي، نو په سبب د هغو كارونو چې ستاسو لاسونو كړي دي۔ او ډېر (ګناهونه) معاف كوي
وما انتم بمعجزين في الارض ۖ وما لكم من دون الله من ولي ولا نصير ۳۱
abdulwali او تاسو په ځمكه كې (الله لره) له سره عاجزه كوونكي نه يئ او د تاسو لپاره له الله نه غیر نه څوك دوست (او كارساز) شته او نه مددګار
ومن اياته الجوار في البحر كالاعلام ۳۲
abdulwali او د هغه له نښو څخه په سمندر كې روانې بېړۍ دي، چې دغرونو په شان دي
ان يشا يسكن الريح فيظللن رواكد على ظهره ۚ ان في ذالك لايات لكل صبار شكور ۳۳
abdulwali كه هغه (الله) وغواړي، نو هوا به ودروي، نو دغه (بېړۍ) به د ده په شا ولاړې پاتې شي، بېشكه په دغو كې د هر صبرناك او ډېر شكر ایستونكي لپاره یقینًا ډېرې نښې دي
او يوبقهن بما كسبوا ويعف عن كثير ۳۴
abdulwali یا به دغه (بېړۍ) هلاكې (ډوبې) كړي، په سبب د هغو (ګناهونو) چې دغو (خلقو) كړي دي او (كه وغواړي) ډېر (ګناهونه) معاف كوي
ويعلم الذين يجادلون في اياتنا ما لهم من محيص ۳۵
abdulwali او چې هغه كسان پوه شي چې زمونږ په ایتونو كې جګړې كوي، چې د دوى لپاره د خلاصي هېڅ ځاى نشته
ﭿ
فما اوتيتم من شيء فمتاع الحياة الدنيا ۖ وما عند الله خير وابقى للذين امنوا وعلى ربهم يتوكلون ۳۶
abdulwali پس تاسو ته چې څه شى هم دركړى شوى دى، نو (دغه) د دنيايي ژوند فايده ده، او هغه (ثواب) چې د الله په نېز دى (هغه) ډېر غوره او ډېر باقي پاتې كېدونكى دى د هغو كسانو لپاره چې ایمان يې راوړى دى او خاص په خپل رب باندې توكل كوي
والذين يجتنبون كباير الاثم والفواحش واذا ما غضبوا هم يغفرون ۳۷
abdulwali او د هغو كسانو لپاره چې له غټو ګناهونو او د بې حیایۍ له كارونو نه ځان ساتي او چې كله هم په غضب شي (نو) دوى بخښنه كوي
والذين استجابوا لربهم واقاموا الصلاة وامرهم شورى بينهم ومما رزقناهم ينفقون ۳۸
abdulwali او د هغو كسانو لپاره چې د خپل رب حكم مني او لمونځ قايموي او د دوى كار په خپل مینځ كې په مشورې سره وي او ځینې له هغه (مال) نه چې مونږ دوى ته وركړى دى؛ انفاق كوي
والذين اذا اصابهم البغي هم ينتصرون ۳۹
abdulwali او د هغو كسانو لپاره چې دوى ته (د كافرانو له خوا) ظلم ورسېږي (نو) دوى (له هغو نه) انتقام اخلي
وجزاء سيية سيية مثلها ۖ فمن عفا واصلح فاجره على الله ۚ انه لا يحب الظالمين ۴۰
abdulwali او د بدۍ بدله د هغې په شان بدي ده، نو هغه څوك چې معافي وكړي او اصلاح وكړي نو د ده اجر په الله دى، بېشكه هغه (الله) ظالمان نه خوښوي
ولمن انتصر بعد ظلمه فاولايك ما عليهم من سبيل ۴۱
abdulwali او یقینًا هغه څوك چې په خپل ځان له ظلم كېدو نه پس بدل واخلي، نو دغه كسان (دي چې) په دوى (د ملامتیا) هېڅ لار نشته
انما السبيل على الذين يظلمون الناس ويبغون في الارض بغير الحق ۚ اولايك لهم عذاب اليم ۴۲
abdulwali بېشكه همدا خبره ده چې (د ملامتیا) لار خو په هغو كسانو ده چې په خلقو ظلم كوي او په ځمكه كې ناحقه سركشي كوي، دغه كسان (دي چې) د دوى لپاره ډېر دردوونكى عذاب دى
ﯿ
ولمن صبر وغفر ان ذالك لمن عزم الامور ۴۳
abdulwali او يقينًا هغه څوك چې صبر يې وكړ او بخښنه يې وكړه، بېشكه دغه (صبر او بخښنه) خامخا له غوره كارونو څخه دي
ومن يضلل الله فما له من ولي من بعده ۗ وترى الظالمين لما راوا العذاب يقولون هل الى مرد من سبيل ۴۴
abdulwali او هر هغه څوك چې الله يې ګمراه كړي، نو د ده لپاره له دغه (الله) نه پس هېڅ دوست (او حمایتي) نشته۔ او ته به ظالمان وینې، كله چې دوى عذاب وویني، دوى به وايي: ایا بېرته تللو ته څه لار شته؟
وتراهم يعرضون عليها خاشعين من الذل ينظرون من طرف خفي ۗ وقال الذين امنوا ان الخاسرين الذين خسروا انفسهم واهليهم يوم القيامة ۗ الا ان الظالمين في عذاب مقيم ۴۵
abdulwali او ته به دوى وینې چې په دغه (اور) به پیش كولى شي، په داسې حال كې چې د ذلت په وجه به وېرېدونكي وي، دوى به د سترګو له ګوټونو نه ګوري۔ او هغه كسان به چې ایمان يې راوړى دى؛ وايي: بېشكه تاوانیان خو هغه كسان وي چې د قیامت په ورځ يې خپل ځان او خپلې كورنۍ ته تاوان ورساوه۔، خبردار شئ! بېشكه ظالمان به په دايمي (همېشني) عذاب كې وي
ﭿ
وما كان لهم من اولياء ينصرونهم من دون الله ۗ ومن يضلل الله فما له من سبيل ۴۶
abdulwali او د دغو لپاره به هیڅوك دوستان نه وي چې له الله نه غیر له دوى سره مدد وكړي او هغه څوك چې الله يې ګمراه كړي نو د ده لپاره هېڅ لاره نشته
استجيبوا لربكم من قبل ان ياتي يوم لا مرد له من الله ۚ ما لكم من ملجا يوميذ وما لكم من نكير ۴۷
abdulwali تاسو د خپل رب حكم ومنئ مخكې له دې چې هغه ورځ راشي چې د الله له طرفه هغې لره هېڅ رد (او ګرځول) نشته۔، په دغه ورځ كې به تاسو لپاره هېڅ پناه ځاى نه وي او نه به څه انكار وي
فان اعرضوا فما ارسلناك عليهم حفيظا ۖ ان عليك الا البلاغ ۗ وانا اذا اذقنا الانسان منا رحمة فرح بها ۖ وان تصبهم سيية بما قدمت ايديهم فان الانسان كفور ۴۸
abdulwali نو كه دوى مخ وګرځوي، نو ته مونږ په دوى باندې نګران نه يې لېږلى، په تا خو يواځې تبلیغ كول دي۔، بېشكه مونږ كله چې په انسان له خپل جانب نه رحمت وڅكوو (نو) هغه په ده سره خوشحاله شي۔ او كه چېرې دوى ته تكلیف ورسېږي په سبب د هغو (ګناهونو) چې د دوى لاسونو مخكې لېږلي دي۔ بیا خو دغه انسان یقینًا ډېر ناشكره دى
لله ملك السماوات والارض ۚ يخلق ما يشاء ۚ يهب لمن يشاء اناثا ويهب لمن يشاء الذكور ۴۹
abdulwali خاص الله لره د اسمانونو او ځمكې بادشاهي ده، څه چې وغواړي هغه پیدا كوي۔ چا ته چې وغواړي جینكۍ وركوي او چا ته چې وغواړي هلكان وركوي
او يزوجهم ذكرانا واناثا ۖ ويجعل من يشاء عقيما ۚ انه عليم قدير ۵۰
abdulwali یا دوى ته هلكان او جینكۍ جمع كوي (دواړه وركوي) او چا ته چې وغواړي شنډ (او) شنډه يې وګرځوي، بېشكه هغه، ښه عالم، ښه قادر دى
ﯿ
۞ وما كان لبشر ان يكلمه الله الا وحيا او من وراء حجاب او يرسل رسولا فيوحي باذنه ما يشاء ۚ انه علي حكيم ۵۱
abdulwali او د هېڅ انسان لپاره ممكن نه و چې الله ورسره خبرې وكړي مګر په وحي سره۔، یا له پردې نه شا ته، یا استاځى راولېږي، پس دغه د ده په حكم سره ورسوي هغه چې هغه (الله) يې غواړي، بېشكه دى، ډېر اوچت، ښه حكمت والا دى۔
وكذالك اوحينا اليك روحا من امرنا ۚ ما كنت تدري ما الكتاب ولا الايمان ولاكن جعلناه نورا نهدي به من نشاء من عبادنا ۚ وانك لتهدي الى صراط مستقيم ۵۲
abdulwali او همداسې مونږ په خپل امر سره تا ته د روح (قرآن) وحي راولېږله۔، ته نه پوهېدلى چې كتاب څه شى دى او نه (پوهېدى چې) ایمان (څه شى دى) او لېكن مونږ دغه (كتاب) رڼا ګرځولى دى چې په ده سره مونږ په خپلو بنده ګانو كې چې چا ته وغواړو هدایت وركوو۔ او بېشكه یقینًا ته نېغې لارې ته ښوونه كوي
ﭿ
صراط الله الذي له ما في السماوات وما في الارض ۗ الا الى الله تصير الامور ۵۳
abdulwali د هغه الله لارې ته چې خاص هغه لره دي هر هغه څه چې په اسمانونو كې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي. اګاه شئ! خاص الله ته ټول كارونه بېرته ګرځي
مشاری راشد العفاسی
قرآن - سوره ۴۲ شوری - آیه ۱
مشاری راشد العفاسی ترتیل
حالت پخش
تکرار آیه
مکث
اسکرول خودکار

باید بخوانید

اپ سلام قرآن

اپ شماره یک قرآن در کره زمین

اپ سلام قرآن
لطفا برای بهرمندی از تجربه مطلوب‌تر از مرورگرهای مطرح استفاده کنید.